د کتابونو لپاره بایسکل (Bike to Books)

ትግርኛ • af-Soomaali • አማርኛ • اَلْعَرَبِيَّةُ • 繁体字 • Español • فارسی دری • Tiếng việt • English

د 2023 د مارچ پر 31مه نېټه اپدېټ شوی

اوس څه کېږي؟

ټولو ته سلامونه! اوس د دې وخت راغلی چې بايد خلاق شئ او خپل هنريز مهارتونه وښیئ! موږ خوشحاله یو چې د Bike to Books د کلنۍ سیالۍ د پیل اعلان کوو، او سږکال موږ په Dunlap لومړني ښوونځي اوSouth Shore K-8 کې د په زړه پورو هنري ښوونکو سره ملګرتیا کوو. دا سمه ده، موږ زده کونکو ته داسې يو فرصت په لاس ورکوو چې په زړه پورې داسې څه جوړ کړي چې د ډیرو خلکو لخوا وليدل شي!

د اپریل میاشتې په جریان کې به Adrian Watts-Driscoll او Weston Horner د هنر اړوند خپلو زده کوونکو سره کار وکړي ترڅو د ترټولو په زړه پورې ډیزاینونو سره راښکاره شي. که تاسو په انځورګرۍ، رسامي، یا ډیجیټل ډیزاین برخه کې یاست، نو موږ غواړو تاسو داسې یو څه جوړ کړئ چې د بایسکل چلولو او کتاب لوستلو په برخه کې ستاسو د پياوړي ځواک استازیتوب وکړي.

نو تاسو د څه لپاره انتظار کوئ؟ خپل قلمان، پنسلونه، یا رنګې واخلئ، او رسامي پیل کړئ! ټول سپارل شوي موارد د 2023 کال د اپريل مياشتي تر 28مي نېټې پوري منل کېږي ، نو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو بايد خپل ځان ته کافي وخت ورکړئ چې د يو ریښتینې او په زړه پوري څه سره راشئ. موږ سترګي په لاري يو چې وګورو تاسو د ځان سره څه راوړئ!

د پروژې عمومي کتنه

د Seattle د ترانسپورت څانګه (SDOT) د Safe Routes to School پروګرام له لارې د زده کونکو کلنۍ سیالي پیلوي. او موږ دې ته لېواله يو چې دا Rainier Beach کې پيل شي. موږ د Dunlap لومړني ښوونځي، South Shore K-8 او د Seattle د عامه کتابتون د Rainier Beach څانګې سره په دې برخه کې مرسته کوو ترڅو د زده کونکو لپاره د عالي ډیزاین سیالۍ ترسره کړو!

دا سیالي به د بایسکل سمبولونو (او ښايي د پلي تګ سمبولونه هم وي!) اړوند د ساتیرۍ او تخلیقي ډیزاینونو د رامینځته کولو په اړه وي چې د SDOT عمله به دا رسامي او جوړ شوي انځورونه دHealthy Street جادې په اوږدو کې چې دواړو ښوونځیو ته ځي نصب کړي. دا لاره د Othello پارک څخه تر کتابتون پوري د 1.2 مایلونو په مسافه ده، او پر دې سړک به شاوخوا 15 بېلابېل ډیزاینونه نصب شي. 

د بایسکل د دې سمبولونو هدف څه دی؟

ایا تاسو کله هم پر سړک رسم شوي داسي سمبولونه لیدلي دي چې د بایسکل په څیر ښکاري او لوړ یې د غشي نښه وي؟ دې ته شاروز (sharrows) ویل کیږي! دا نښي په داسي ځای کې وي ترڅو وښيي چې دا سړک د موټرانو او بایسکلانو شريک دی. شاروز (Sharrows) نښي ستاسو سره مرسته کوي چې ډاډه شئ چې بایسکلان او موټران کولای شي په خوندي ډول سړک سره شریک کړي. دا نښي موټر چلوونکو ته د دې یادونه کوي چې بایسکلان هم په سړک کې د تېرېدو حق لري. شاروز (Sharrows) نښي یوازې د بایسکلانو لپاره نه دي، بلکي دا نښي د هغو خلکو لپاره هم پر سړک د خوندي تېرېدو ځايونه په نښه کوي چې پلي روان وي او يا هم بايسکل چلوي. له همدې امله که تاسو بل ځل پر سړک باندي د شاروز (Sharrows) نښه وليدل، نو په یاد ولرئ چې دا د ټولو کسانو د خوندي ساتلو لپاره دي!

د Keynon Greenway په اوږدو کې د بایسکل چلول

سړی د Kenyon Greenway په اوږدو کې بایسکل چلوي. د انځور امتياز: SDOT 

Art Path

Art Path Map

د Dunlap او South Shore هنري برخي زده کونکو پاملرنه

د 2023 په جنوري کې ښاروال Bruce Harrell د Dunlap لومړني ښوونځي د زده کونکو سره یوځای شو ترڅو د Walk &amp ورځ ولمانځي؛ ښوونيزي ورځي ته اهميت ورکړئ

د 2023 په جنوري کې، ښاروال Bruce Harrell د Dunlap لومړني ښوونځي د زده کونکو سره یوځای شو ترڅو دHealthy Street په اوږدو کې ښوونځي ته د Walk & Roll ورځ ولمانځل شي چې هلته به د ګټونکي زده کونکي جوړ شوی ډیزاین نصب شي. د انځور امتياز: د Seattle دولتي ښوونځي

د دې ښایسته بایسکل سمبولونو په ډیزاین کولو سره به تاسو نه یوازي د بايسکل چلونکو او پلي تلونکو کسانو لپاره سړکان خوندي کړئ، بلکې تاسو به ګاونډيانو ته د خپل تفريحي هنر ښودنه هم وکړئ. دا یو ښه فرصت دی چې ستاسو خلاقیت ښکاره کړئ او په داسي يو څه کې برخه واخلئ چې هغه به د کلونو لپاره پاتي وي.

غوره برخه؟ شاوخوا 15 ګټونکي ډيزاينونه به د ترموپلاستیک په کارولو سره د SDOT عملې لخوا انتخاب او پر سړک به نصب شي. له Dunlap څخه به اته ډیزاینونه او له South Shore څخه به اووه ډيزاينونه وي- په دې سره به هر ښوونځی ګټونکي ولري!

Weston Horner، په South Shore کې د هنر برخي ښوونکی به د خپل 4م - 8م ټولګي زده کونکو او د هغوی د هنري کلب سره کار وکړي. Adrian Watts-Driscoll، په Dunlap کې د هنر برخي ښوونکی به د خپل 4م - 5م ټولګي زده کونکو سره کار وکړي.

دا نوې په زړه پوری پروژه د 2017 راهیسې د پورټلینډ د ترانسپورت ادارې او د Multnomah ښارګوټي د کتابتون لخوا جوړه شوې ده او کتابتون ته د بایسکل تللو ډیزاین د سیالۍ له نوم څخه يې الهام اخیستی دی.

نو راځئ چې هغه پنسلونه، قلمان او رنګونه چمتو کړو، او راځئ چې ځیني داسي په زړه پورې ډیزاینونه جوړ کړو چې د Rainier Beach سړکونه روښانه کړي!

د پورټلینډ سیالۍ ګټونکې رسامي او پر سړک د هنر نصبول

دلته مو د هغه ګټونکي زده کونکي د ډیزاین او کاري ډلي څخه یوه بېلګه را اخيستې ده چې په Portland او Oregon کې يې پر سړک باندي هنري کارونه نصب شوي دي.

د پورټلینډ د Bike to Book ډیزاین سیالۍ کې د وروستي ګټونکي شخص ډیزاین او پر سړک د هغه د هنري کار د نصبولو بیلګه

د پورټلینډ د Bike to Book ډیزاین سیالۍ کې د وروستي ګټونکي شخص ډیزاین او پر سړک د هغه د هنري کار د نصبولو بیلګه. د انځور امتياز: PBOT

جايزې

ستري جایزې: د Greenway سړک هنري ډیزاین به د SDOT د پټو نصبولو عملې لخوا د Seattle پر سړکونو نصب شي. * د دې کال جايزه ګټونکي ډیزاینونه به د Othello پارک او د سیاټل د عامه کتابتون د Rainier Beach څانګې ترمینځ پرRainier Beach Healthy سړک نصب شي.

* کېدای شي د ځینو هنري تصديقونو يا جوازونو څخه د دې لپاره استفاده وشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ډیزاین د هغه موادو سره سر خوري چې موږ یې کاروو او دا بايد څنګه نصب شي.

سيالۍ ته د ننوتلو لاري چاري

هر کال به موږ په بېلابېلو کليو او بانډو کې د ډیزاین اړوند سیالۍ کوربه توب کوو او په دې برخه کې به د ښوونځیو او سيمه ايز کتابتون د څانګو سره به ملګرتیا کوو. سږکال د ډیزاین سیالۍ د لاندې ښوونځیو او زده کونکو لپاره پرانستي دي:

  • د Dunlap لومړنی ښوونځي د هنر برخي ښوونکی Adrian Watts-Driscoll به د خپل 4م - 5م ټولګي زده کونکو سره کار وکړي
  • د South Shore ښوونځي د هنري برخي ښوونکی Weston Horner به د خپل 4م- 8م ټولګي د زده کونکو او د خپل هنري کلب سره کار وکړي

د سیالۍ نیټې

  • سیالۍ به د 2023 د اپریل له 1 څخه د اپریل تر 28 نېټې پورې دوام لري
  • هنري کارونه باید د 2023 د اپریل له 28مي نېټې څخه وړاندي تسليم شي
    • د هنري ډیزاین په سپارلو سره، تاسو ژمنه کوئ چې هغه هنري کار چې تاسو سپارلی دی، ستاسو خپل اصلي ابتکار دی؛ د دې کار په ټوله يا جزي برخه کې د کوم بل کار څخه کاپي نه ده شوې؛ د خلکو په اړه بد یا غلط شیان نه انځوروي او دا هنر هیڅکله مخکې نه دی خپور شوی او نه هم کومې بلې سیالۍ ته سپارل شوی دی.
  • د SDOT او Seattle دولتي ښوونځي به هڅه وکړي چې د 2023 کال د می مياشتي تر 31 نېټې پورې د ګډون په فورمه کې د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس د سيالۍ ګټونکو په اړه د هغوی والدینو/ سرپرستانو ته خبر ورکړي.

په سیالۍ کې د ګډون فورمه

کولای شئ د ګډون فورمې په کور کې هم پرنټ کړئ.

د سیالۍ قوانين

  • د 2023 سيالۍ کي کارونه باید د Dunlap او South Shore د زده کونکو اصلي هنري کار وي. ډیر هنري کارونه هم منل کېږي.
  • SDOT به د 2023 کال د مۍ مياشتي پر 31 نېټه یا شاوخوا کې د تلیفون یا بریښنالیک له لاري د سيالۍ ګټونکو سره اړیکه ونیسي او هم به د پروژې په ویبپاڼه او ټولنیزو رسنیو کې د سيالۍ ګټونکي هنري کارونه خپاره کړي.
  • هنري کارونه د ډیزاین اړوند سیالۍ فورمې له لاري په مستقیم ډول د زده کونکي لخوا ښوونکي ته د خپل هنري کار په سپارلو سره منل کېږي.
  • د هنري کار په سپارلو سره، والدين د دې سره خپل رضايت ښيي چې د ماشوم د نوم، هنري کار، او/یا د توکو په اړه د اقتباس څخه د دې لپاره استفاده وشي چې د SDOT پروګرامونو او فعالیتونو ته وده ورکوي. که تاسو غواړئ چې ستاسو د ماشوم نوم ونه کارول شي، مهرباني وکړئ په فورمه کې وليکئ.
  • د دې سیالۍ ګټلو یا د SDOT موادو کې د هنري کار یا اقتباس کارولو اړوند د هیڅ نغدي جایزې نشته.
  • هنري کارونه باید د 2023 کال د اپريل مياشتي تر 28مي نېټې وړاندي وسپارل شي.
  • د هنري کار په سپارلو سره، تاسو ژمنه کوئ چې هغه هنري کار چې تاسو سپارلی دی: ستاسو خپل اصلي ابتکار دی؛ د دې کار په ټوله يا جزي برخه کې د کوم بل کار څخه کاپي نه ده شوې؛ د خلکو په اړه بد یا غلط شیان نه انځوروي او دا هنر هیڅکله مخکې نه دی خپور شوی او نه هم کومې بلې سیالۍ ته وړاندې شوی دی.
  • د فيصله کونکو پریکړي وروستۍ او لازمي دي. SDOT به هڅه وکړي چې د 2023 کال د مۍ مياشتي پر 31مه نېټه د کار پای ته رسیدو پورې د ګډون فورمه کې چمتو شويو معلوماتو څخه په استفاده د سيالۍ د ګټونکو والدینو/ سرپرستانو ته خبر ورکړي. که د سيالۍ ګټونکی والدین یا سرپرست سره په اړیکه نيولو کې ستونزه و یا د لومړني تماس نيولو څخه يې په 48 ساعتونو کې ځواب ورنه کړي، يا که چیرې ګټونکی د وړتیا لرلو شرايط نه وي پوره کړي، يا که ګټونکی رسمي مقرراتو ته غاړه نه ږدي، یا که د جایزې په اړه خبرتیا بیرته واخيستل شي چې ګنې دا هنري کار د سپارلو وړ نه وي، نو په دې ټولو حالاتو کې به دا ګټونکی بې برخې شي او کېدای شي د سیالۍ تنظیمونکي د پورته ذکر شويو معیارونو سره سم نوی احتمالي ګټونکی وټاکي.
  • د Seattle ښار د مدني حقونو قانون VI او ADA ماده II د قوانینو سره د مطابقت ښودلو لپاره د ښاري برنامو، خدماتو او فعالیتونو ته هدفي لاسرسی تضمینوي او په معقول ډول دا خدمات چمتو کوي: ژباړه، ترجمه، تعدیلات، سمون، بدیل فارمټونه، کمکي مرستې او خدمات. د دې خدماتو د غوښتني لپاره پر دغه تليفوني شمېره اړيکه ونيسئ 7577-684-(206).

د 2023 مهال ویش

  • 2023 اپریل 1-28: د ډیزاین سیالۍ د Dunlap او South Shore زده کونکو لپاره پرانستي دي
  • 2023 د مۍ مياشت: د هنري کارونو بیاکتنه او ګټونکي غوره کېږي
  • 2023 د مۍ تر 31مي: SDOT به د ګټونکو والدینو/ سرپرستانو ته خبر ورکړي
  • د 2023 ښوونيز کال پای: په هر ښوونځي کې به ګټونکي اعلان شي
  • د ټاکل کیدو لپاره (TBD): د SDOT عمله به د لاري په اوږدو کې ګټونکو کسانو ډیزاینونه نصبوي
  • د نصبولو وروسته (TBD): د Dunlap لومړني ښوونځي، South Shore K-8 او د Seattle د عامه کتابتون د Rainier Beach څانګي په ملتيا د Art path مراسمو لمانځل

تمویل

دا پروژه ښوونځي ته زموږ د سيمه ايز خوندي لارو پروګرام لخوا تمویلیږي.

مواد

  • د 2023 کال د ګډون فورمه

Transportation

Greg Spotts, Director
Address: 700 5th Ave, Suite 3800, Seattle, WA, 98104
Mailing Address: PO Box 34996, Seattle, WA, 98124-4996
Phone: (206) 684-7623
684-Road@seattle.gov

Newsletter Updates

Subscribe

Sign up for the latest updates from Transportation

The Seattle Department of Transportation (SDOT) is on a mission to deliver a transportation system that provides safe and affordable access to places and opportunities for everyone as we work to achieve our vision of Seattle as a thriving, equitable community powered by dependable transportation.